اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په داسې حال کې بشري مرستې کمې شوې چې ژمی په را رسېدو دی او شاوخوا شپږ میلیون افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.
دغه څرګندونې د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د وږي په ۶مه د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته - چې د روسیې په غوښتنه رابلل شوې وه - کړې دي.
هغه زیاته کړې: «افغانستان کې بشري، اقتصادي، د ولږې او اقلیمي بحران دی، د ناهیلۍ بحران نه دی.»
مارټین ګریفیټس ویلي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۹ میلیون نور له سختې لوږې سره مخ دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP