ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده

author avatar
30 Aug 2022 - 04:33
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده
author avatar
30 Aug 2022 - 04:33

اټلانټا (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په داسې حال کې بشري مرستې کمې شوې چې ژمی په را رسېدو دی او شاوخوا  شپږ میلیون افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه څرګندونې د بشري مرستو  په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د وږي په ۶مه د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته - چې د روسیې په غوښتنه رابلل شوې وه - کړې دي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان کې بشري، اقتصادي، د ولږې او اقلیمي بحران دی، د ناهیلۍ بحران نه دی.»

مارټین ګریفیټس ویلي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۹ میلیون نور له سختې لوږې سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.