منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

امنیت شورا

۶۹ راپورونه

راپورونه

امنیت شورا کې پر ایران د امریکا د برید بحث؛ د م.م خبرداری، د ځینو هېوادونو نیوکې او د واشنګټن دفاع

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د یوناما د ماموریت غځولو په تړاو رای اچونه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) به د هغه پرېکړه‌لیک په اړه رای اچونه وکړي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ (یوناما) ماموریت د راتلونکي مېلادي کال د مارچ تر ۱۷مې غځوي.

د اوتونبایوا څرګندونو ته د ا.ا غبرګون: له نړۍوالې ټولنې سره مو د تعامل برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوناما د مشرې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ا.ا له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره خپله ټوله هڅه کړې خو ځیني هېوادونه په دې برخه کې خنډونه جوړوي.

غړي

د امنیت شورا غونډه کې د داعش په اړه د بېلابېلو هېوادونو اندېښنې

امنیت شورا کې داعش د افغانستان، سیمې او نورو هېوادونو لپاره ګواښ بلل شوی، چین د منځنۍ اسیا او شانګهای له غړو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د امنیتي ستونزو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي او روسیې هم ویلي چې د افغانستان وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي.

نور راپورونه