کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوناما د مشرې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ا.ا له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره خپله ټوله هڅه کړې خو ځیني هېوادونه په دې برخه کې خنډونه جوړوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې تېره شپه ویلي، دا په اسلامي امارت پورې اړه لري چې ایا غواړي له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل پر لور ګامونه واخلي او حاضر دی په دې برخه کې لازم اقدمات وکړي؟
اوتونبایوا زیاته کړې، که اسلامي امارت پر نړۍوالو مکلفیتونو عمل وکړي، نه یوازې دا چې په سیاسي برخه کې د پرمختګ لپاره به اغېزناک، بلکې د ټول افغان ولس په خیر ښېګڼه به تمام شي.
هغې ادعا کړې چې د اسلامي امارت په اړه د نړۍوالې ټولنې ناهیلي مخ پر ډېرېدو ده.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلیپ کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مشرې څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان ټوله هڅه کړې چې له نړۍوالې ټولنې سره په تعامل کې ژوند وکړي، دا د افغانستان لپاره هم مهمه ده او غواړي له ټولو هغو حقونو چې دغه هېواد يې په ملګرو ملتونو کې په نړۍواله کچه لري، برخمن شي.
د سرچینې په خبره: «ولې متاسفانه ځیني هېوادونه په دې برخه کې خنډونه ایجادوي.»
هغه زیاته کړه، دا د ملګرو ملتونو سازمان په جرئت او سالم تصمیم پورې اړه لري؛ دغه سازمان باید د لویو هېوادونو د سیاستونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونه کړي، مستقلانه او بې پرې تصمیم ونیسي، که دغسې وشي بیا افغانستان کولای شي په نړۍواله ټولنه کې خپل ځای ومومي او په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي.
فطرت زیاتوي، که چېرې د ملګرو ملتونو سازمان تصامیم د هغو هېوادونو د پالیسیو تر سیوري لاندې وي چې هغوی په افغانستان کې په جګړو کې ښکېل وو او اوس هم نه غواړي د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لاره هواره شي، بیا طبیعي خبره ده چې مشکل د دوی له خوا دی او افغانستان په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP