کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.
پر ایران د اسرائیل له برید او د ایران له متقابلو بریدونو وروسته چې نن یې یوولسمه ورځ ده، امریکا پرون د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د یاد برید په تړاو بېړنۍ ناسته وکړه.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرېش په یاده ناسته کې ویلي، د متحده ایالتونو له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو برید په ناپایداره منځنۍ اسیا کې «خطرناک بدلون» رامنځته کړی دی.
هغه د امنیت شورا له غړو غوښتي څو «بېړنی او پرېکنده» اقدام وکړي، جګړه ودروي او بېرته د ایران د اټومي پلانونو په اړه جدي او پایداره مذاکراتو ته مخه کړي.
د اسرائیل استازي ډیني ډنون په یاده ناسته کې ادعا کړې چې د ایران اټومي پروګرام «ډز ته چمتو ټوپک» دی.
هغه ویلي: «ایران د مذاکرې له مېزه د پوښښ او د وخت ضایع کولو تاکتیک او وسیلې په توګه استفاده وکړه، په داسې حال کې چې توغندي یې جوړول او یورانیم یې غني کول. موږ ایران ته د شاتګ لپاره هره ممکن لاره وړاندې کړه خو ایران ونه منله؛ باید شاتګ ته مجبور شوی وای.»
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي چې امنیت شورا باید د امریکا او اسرائیل پر وړاندې بېړنی او قاطع اقدام ترسره کړي او د اسرائیل اټومي تاسیسات د اژانس تر څارنې لاندې ونیسي.
هغه ویلي: «دا د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو ټول سازمان لپاره یوه تاریخي ازموینه ده، که دغه شورا د یاد ښکاره یرغل غندلو برخه کې ناکامه پاتې شي، د پلوۍ دغه لکه به یې د تل لپاره پر ټنډه پاتې وي، لکه څنګه چې د غزې په اړه پاتې ده.»
د هغه په خبره، ایران «د امریکا د دغه ښکاره یرغل او د اسرائیل استازیتوب» پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره له نړۍوال قانون سره سم خپل مشروع او بشپړ حق خوندي ساتي.
هغه زیاته کړې، د ایران د مناسب ځواب وخت، ډول او پراختیا به د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو له لوري وټاکل شي.
د امریکا استازې دوروټي شیا هم ویلي چې د امریکا پوځي بریدونه د ایران د غني کولو ظرفیت له منځهوړو او نړۍ ته د اټومي ګواښ د مخنیوي لپاره وو.
هغې زیاته کړې: «دغه عملیات د نړۍوالې ناامنۍ د سرچینې د له منځه وړلو او زموږ د متحد اسراییل سره د مرستې او له ځان د دفاع لپاره، د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ شوي دي.»
هغې ويلي، د دې وخت رارسېدلی چې متحده ایالات «د خپل متحد او خلکو د دفاع لپاره پرېکنده عمل وکړي.»
د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي چې امریکا په کلکه غندل کیږي – دا اقدامات «بېپروا، خطرناک او پاروونکې دي.»
هغه وايي چې امریکا د اسراییل د ګټو د ساتنې لپاره، نه یوازې د فلسطیني ملکي وګړو (ښځو، ماشومانو او لویانو) د وژنې په اړه بېپروا ده، بلکې پر ایران د برید په څېر اقداماتو سره د ټول بشریت امنیت او هوساینه په خطر کې اچوي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا رهبرۍ «عملاً او په علني ډول د نړۍوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور پر وړاندې» خپله بشپړه بېغوري وښوده.
هغه ویلي: «موږ باور لرو چې په نړۍواله ټولنه کې به زموږ هیڅ هوښیار همکار نور پر امریکا باور ونهکړي – هماغه ډول د دوی دا هڅه هم د منلو نه ده چې غواړي امنیت شورا ته قناعت ورکړي چې ګواکې ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي په لټه کې دی.»
په دې غونډه کې د سومالیا د استازي مرستیال محمدربیع یوسف په منځني ختیځ کې له اټومي وسلو پاکې سیمې پر جوړېدو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ته د ټولو سیمهییزو هېوادونو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې، سومالیا چمتو ده چې په منځني ختیځ کې د سولې، ثبات او امنیت د پرمخ وړو لپاره له نړۍوالې ټولنې سره همکاري وکړي.
د پاناما استازي الوي الفارو ډي البا هم ویلي: «موږ هیله لرو چې لاهم د خبرو اترو لپاره فرصت وي او دغه شورا وکولای شي هغه ته په هڅولو کې رغنده رول ولوبوي، موږ باید ټول اړخونه د یوې داسې حللارې پیدا کولو ته وهڅوو څو د سترې ویجاړونکې شخړې مخنیوی وکړي.»
د برتانیا سفیرې باربارا وډوارډ ویلي: «ایران باید اوس له زغم نه کار واخلي او ټول لوري باید د مذاکراتو میز ته راوګرځي او داسې یوه ډیپلوماټیکه حللار ومومي چې د ترینګلتیا د زیاتېدو مخه ونیسي او دغه ناورین پای ته ورسوي؛ دا د ټولو خواوو په ګټه ده.»
د جنوبي کوریا استازي جونکوک هوانګ هم ویلي چې د وروستیو اندېښمنوونکو بدلونونو سربېره، د جنوبي کوریا جمهوریت لاهم پر دې باور دی چې د دغه ناورین لپاره له پوځي لارو هیڅ حللار نهشي ترلاسه کېدای.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP