کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او د هغوی د ملګرو د وتلو په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصت دی.
د تېر کال د وږي په نهمه، جنرال کریس هغه وروستی کس و چې الوتکې ته پورته کېدو سره يې په افغانستان کې د امريکا او د متحدينو شل کلن ماموريت پاى ته ورسېد.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په هېواد کې د یادې ورځې د نمانځنې په موخه سبا (د وږي نهمه) په ټول هېواد کې عمومي رخصت دى.
پژواک خبري اژانس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت داسې یو سند ترلاسه کړی چې پر اساس یې د وږي د نهمې شپې د نمانځې په موخه د ځینو پروګرامونو تابیا نیول شوې ده.
په سند کې راغلي چې د وږي نهمې په شپه د کابل ښار په وزیر اکبرخان تپه کې مشاعره جوړېږي، د جوماتونو ټولو ملا امامانو ته لارښونه شوې چې د دغې موضوع په اړه په خطبو کې خبرې وکړي او ټاکل شوې چې د الوتکو په واسطه په کابل ښار ګلپاشان هم وشيندل شي.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن