ژبه

د قطر یو پلاوی د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې د مرستې لپاره تهران ته تللی

توسط هجرت‌الله کاکړ

مې 23, 2026 - 10:25 am

Views: 30

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د قطر یو پلاوی د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې د مرستې لپاره تهران ته رسېدلی دی.

یوې باخبره سرچینې رویټرز ته ویلي چې دغه پلاوی د جمعې په ورځ تهران ته تللی، څو له امریکا سره په همغږۍ د دواړو لورو ترمنځ هوکړې ته د رسېدو او پاتې مسایلو د حل لپاره هڅې وکړي.

د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ په سویډن کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې، په ایران کې د قطري پلاوي د حضور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې پاکستان لا هم له تهران سره د خبرو اصلي لوری دی او په دې برخه کې یې «د ستاینې وړ کار» کړی دی.

هغه زیاته کړې: «طبعاً نور هېوادونه هم خپلې ګټې لري، په ځانګړي ډول د خلیج هېوادونه چې د دغه وضعیت په منځ کې قرار لري. موږ له ټولو سره په اړیکه کې یو، خو هغه هېواد چې په دې ټوله پروسه کې مو تر ټولو ډېره همکاري ورسره کړې، پاکستان دی او لا هم همداسې ده.»

ورته مهال، یوې لوړپوړي ایراني سرچینې د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي چې تر اوسه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو د دواړو لورو ترمنځ اختلافونه کم شوي دي. د نوموړي په خبره، د ایران د یورانیمو غني کول او د هرمز تنګي کنټرول د پاتې مهمو اختلافونو له ډلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر کړی و.