اټلانټا (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ په اسیا جام شل اووریزو سیالیو کې هندوستان هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو دویم پړاو ته لاره ومونده.
دا لوبه چې تېر ماښام د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه، پچه یې هندوستان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د هندوستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړې او هانګ کانګ ته یې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.
د هند له لوري سورایا کومار ۶۸ او مخکني کپتان ویرات کوهلي ۵۹ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
د هانګ کانګ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نکړای شو او په ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۵۲ منډې وکړې؛ دغهراز هند دا لوبه د ۴۰ منډو په توپیر سره وګټله.
سورایا کومار دلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
له دې بري سره له الف ګروپ څخه هندوستان دویم پړاو ته لاره پیدا کړه؛ په دغه ګروپ کې د پاکستان او هانګ کانګ ترمنځ تر لوبې وروسته ګټونکې لوبډله به دویم پړاو ته ځي.
دا په داسې حال کې ده چې له ب ګروپ څخه افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره دویم پړاو ته لاره موندلې ده؛ د سریلانکا او بنګلهدېش ترمنځ تر لوبې وروسته ګټونکې لوبډله به دویم پړاو ته ځي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن