اټلانټا (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د حماس واکمنې ډلې د فلسطین په غزه ښار کې دوه کسان اسراییل ته د جاسوسۍ او درې نور د قتل په جرم اعدام کړي دي.
د راپورونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې حماس په غزه کې په دې تور خلک اعداموي.
د حماس ډلې د وږي په ۱۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «د یکشنبې په سهار دوه کسان له اسراییل سره په همکارۍ او درې نور د جنايي قضیې له کبله اعدام شول.»
سرچینې زیاته کړې، تورنو کسانو ته پوره حق ورکړل شوی و چې له ځانه دفاع وکړي. د حماس د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو مخفف نومونه او د زېږېدو نېټې اعلان کړې او نور معلومات یې نه دي خپاره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP