ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حماس ډلې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور دوه کسان اعدام کړي

حماس ډلې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور دوه کسان اعدام کړي

author avatar
5 Sep 2022 - 02:04
حماس ډلې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور دوه کسان اعدام کړي
author avatar
5 Sep 2022 - 02:04

اټلانټا (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د حماس واکمنې ډلې د فلسطین په غزه ښار کې  دوه کسان اسراییل ته د جاسوسۍ او درې نور د قتل په جرم اعدام کړي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې حماس په غزه کې په دې تور خلک اعداموي.

د حماس ډلې د وږي په ۱۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «د یکشنبې په سهار دوه کسان له اسراییل سره په همکارۍ او درې نور د جنايي قضیې له کبله اعدام شول.»

سرچینې زیاته کړې، تورنو کسانو ته پوره حق ورکړل شوی و چې له ځانه دفاع وکړي. د حماس د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو مخفف نومونه او د زېږېدو نېټې اعلان کړې او نور معلومات یې نه دي‌ خپاره کړي.

د معلوماتو له مخې، له اسراییل سره د همکارۍ په تور اعدام شوي‌ دوه کسان په ۱۹۷۸ او ۱۹۶۸ میلادي کلونو کې زېږېدلي وو.

د امریکا غږ د راپور له مخې، په دغو دوو کسانو کې یې مشر سړی د محاصره شوې غزې تړانګې د خان یونس اوسېدونکی و.

حماس وايي، دغه کسان په ۱۹۹۱ کال اسراییل ته د مقاومت کوونکو او د هغوی د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکول… او د راکټونو توغولو ځایونو به یې ورښودل.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، بل اعدام شوي‌ کس بیا اسرائیل ته استخباراتي معلومات ورکول چې له کبله یې ولسي خلک په نښه شوي او شهیدان شوي دي.

د حماس د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې چې اعدام شوو درېیو نورو کسانو بیا په قتل کې لا درلود.

حماس له دې مخکې هم یو شمېر خلک له اسرایيل سره د «همکارۍ» په تور محکوم کړي وو،‌ خو له ۲۰۱۷ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې اعدام کوي.

حماس په داسې حال کې دغه کسان اعداموي چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې بیا د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین حکومت بیا دا کار نه کوي.

د فلسطینیانو حکومت  مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو هغه منشور لاسلیک کړی چې د اعدام د سزا اجازه نه ورکوي.

Views: 90

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.