ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدلیې وزارت د اساسي قانون او سیاسي ګوندونو په اړه د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړ

عدلیې وزارت د اساسي قانون او سیاسي ګوندونو په اړه د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړ

author avatar
6 Sep 2022 - 05:57
عدلیې وزارت د اساسي قانون او سیاسي ګوندونو په اړه د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړ
author avatar
6 Sep 2022 - 05:57

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): عدلیې وزارت د اساسي قانون او سیاسي ګوندونو د فعالیتونو په اړه د خپلو تېرو څرګندونو په اړه وضاحت وکړ.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال شیخ مولوي عبدالکریم حیدر وړمه ورځ د حکومت رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو پروګرام ته د وینا پر مهال وویل چې اوس‌مهال په هېواد کې سیاسي ګوندونو ته اړتیا نشته.

خو د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیاسي ګوندونو په هکله یو شمېر خلکو ناسمه اخیستنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، اوس مهال د افغانستان جغرافیه او هوا د سیاسي ګوندونو فعالیت ته چمتو نه ده؛ ځکه د سیاسي ګوندونو د فعالیت هدف د هېواد ودانول او د خلکو خدمت دی، خو اوس لیدل کېږي چې هېوادوال د سیاسي ګوندونو له فعالیتونو  خوښ نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، تېرو تجربو ته په کتو او د زیاتو هېوادوالو په نظر د ټولو ناخوالو او بدبختیو لامل په تېر کې همدا سیاسي ګوندونه ثابت شوي، نو پر همدې بنسټ اوس وخت د سیاسي ګوندونو فعالیت ته د افغانستان چاپېریال برابر نه دی.

د عدلیې وزارت ویلي، کله چې د سیاسي ګوندونو د فعالیت لپاره زمینه برابره او ولس له سیاست سره بلدتیا پېدا کړي او سیاسي ګوندونه هم خپل واقعي مسوولیت درک کړي، بیا ښايي سیاسي ګوندونو ته په هېواد کې د فعالیت اجازه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې د اساسي قانون په اړه راغلي: «زموږ هدف دا نه و چې اساسي قانون ته اړتیا نشته، بلکې د اساسي قانون شتون یو مبرم ضرورت دی او د چارو د سمون په موخه ورته پوره اړتیا لېدل کېږي. موږ په هغه وخت کې اساسي قانون درلود چې هېچا اساسي قانون نه درلود، زموږ د اساسي قانون په عموم کې قران کریم، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیثونه او په ځانګړي ډول حنفي فقه اساسي مأخذونه دي چې نه یواځې ترې په اسلامي هېوادونو کې د قانون په توګه کار اخېستل کېږي، بلکې په کفري هېوادونو کې هم د چارو د سمون په موخه ترې استفاده کېږي.»

د سرچینې په وینا، داسې یو اساسي قانون چې جزیي او کلي موضوعاتو ته شامل او نړۍ ته یې له ژوند سره  په تړلو لویو او کوچنیو مسایلو کې د یو هر اړخیز قانون په شکل وړاندې کړي او نړۍ پرې قناعت وکړي، په داسې قانون باندې د امیرالمؤمنین له خوا ګومارل شوو کمېټو عملاً کار پیل کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.