کابل(پژواک، ١٥ وږى ١٤٠١): د اسلامي امارت وياند وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې په پکتيا کې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګي د چا په امر او په کومو شرايطو پيل شوي دي.
تېره ورځ د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي پژواک ته ويلي وو چې د خلکو او ښوونځيو مديرانو په غوښتنه او ټينګار په دغه ولايت کې د نجونو ښوونځيو له شپږم پورته ټولګي پرانیستل شوي دي.
خو د اړوندې موضوع په اړه نن د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې خبريالانو ته وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې ياد ښوونځي په کومو شرايطو او د چا په امر پرانیستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د ښوونځيو درسونه چې پيلېږي هغه به د پوهنې وزارت له خوا اعلانېږي؛ دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه، تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو پيل یوه اړتیا ده، خو کله چې انشاءالله اجازه ترلاسه شي او شرایط ورته برابر شي، د پوهنې وزارت به یې په ټول هېواد کې یو ډول پيل کړي. دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کېږي، دا تر اوسه روښانه نه ده چې د چا په امر شوي او څه ډول شرایط چمتو شوي او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا شته او کنه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو.»
د يادودنې ده، له تېر يو کال راهيسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي او د پوهنې وزارت په دې اړه ويلي چې د نجونو ښوونځيو په برخه کې پر يوې طرحې کار روان دى.
Views: 1546
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن