کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت یوه پخواني استازي د اسلامي امارت له ویاند سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه څه پر خلاف بللی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت پخواني استازي «ران مکانان» سره - چې نوی افغانستان ته راغلی - لیدلي او په یو لړ موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.
ده لیکلي: «دغه پخواني امریکايي استازي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د هغه څه پرخلاف وباله چې په غربي رسنیو کې خپرېږي او حالات ناسم ښودل کېږي.»
مجاهد د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې مکانان د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفرونه کړي، د ښوونې او روزنې او نورو بشري برخو کې یې د مرستو پر لارو چارو کار کړی دی.
ران مکانان، دوه ورځې مخکې پروان ته سفر کړی و.
د پروان د والي ویاند حکمتالله شمیم ویلي و چې ران مکانان له محلي چارواکو سره د روغتیا، پوهنې، کرنې او نورو برخو کې د ښهوالي راوستو په اړه خبرې کړې او په دغو برخو کې یې د مرستو ژمنه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP