ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت پوهنتون کې د چورلکې غورځېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د دفاع وزارت پوهنتون کې د چورلکې غورځېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
10 Sep 2022 - 19:28
د دفاع وزارت پوهنتون کې د چورلکې غورځېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
10 Sep 2022 - 19:28

کابل (پژواک ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت په پوهنتون کې د تخنيکي ستونزو له امله يوه چورلکه غورځېدلې چې د دوو پېلوټانو په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دغه پوهنتون د کابل په قرغې سيمه کې موقعيت لري.

د ياد شوي وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له ماسپښين وروسته يوه امريکايي “Black Hawk”  ډوله چورلکه چې پيلوټانو د ښوونې لپاره الوتنه ورکړې وه، د تخنيکي ستونزې له امله د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې لوېدلې ده.

سرچينه زياتوي، په دغه پېښه کې دوه پيلوټان او يو خدمه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د يادې سيمې يوه هټۍوال چې د نوم له خپرولو ډډه کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته شاوخوا ۴ بجې يوه الوتکه پورته شوه، يوه دوره يې ووهله چې په دې سره ولوېده او اور يې واخیست.

Views: 374

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.