فیض اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د بدخشان مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د دغه ولایت مرکز فیضاباد هوایي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوو «پاسو» موټرو د بدخشان مرکز فیضاباد هوايي ډګر ته نږدې ساحه کې ټکر وکړ چې په پایله کې یې ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي د پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټرچلوونکو بېپروايي او تېز تګ بللی او ویلي یې دي چې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن