ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي

کاپیسا کې د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي

author avatar
15 Sep 2022 - 17:28
کاپیسا کې د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي
author avatar
15 Sep 2022 - 17:28

کاپیسا (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د کاپیسا چارواکي وایي، د دغه ولایت په نجراب او اله‌سای ولسوالیو کې د جلغوزې حاصلات د تېر کال په پرتله، ۲۰ سلنه زیات شوي او بزګرانو له دغې وچې مېوې ښه عواید ترلاسه کړي دي.

د کاپیسا ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي روح‌الله روحاني وایي، سږ کال د دغه ولایت د نجراب او اله‌سای ولسوالیو له ۳۵۰ هکتاره ځمکې څخه – چې د جلغوزې ونې په کې شته – ۳۳۶ ټنه جلغوزه ترلاسه کړې ده.

د روحاني په وینا، دغه اندازه حاصلات د تېر کال په پرتله چې ۲۸۰ ټنه وو، ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي او د هغه په اند، ښه اب او هوا او موسمي بارانونه د جلغوزې حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه، تېرو کلونو کې د افغانستان جلغوزه به په ناقانونه توګه پاکستان ته صادرېدله او پاکستان به په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروله چې د هېواد پر جلغوزې یې منفي اغېز درلود؛ خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغې مېوې د قاچاق مخه نېول شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کاپیسا په نجراب او اله‌سای ولسوالیو کې یو من جلغوزه له ۱۲ تر ۱۵ زره افغانیو پلورل کېږی.

د نجراب ولسوالۍ په «دره غوث» کې یو کروندګر خیرالله امیني چې د جلغوزې ۱۰۰ ونې لري، د حاصلاتو له زياتوالي خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، د جلغوزې د همدغو حاصلاتو له لارې خپل ژوند مخې ته وړي.

نوموړي دې ته په اشارې چې د دې وچې مېوې راټولول ډېر زحمت لري، زیاته کړه چې سږ کال یې د جلغوزې له حاصلاتو ۳۰۰زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې تېر کال یې له دغه مدرکه ۲۲۰زره افغانۍ ترلاسه کړې وي.

د اله‌سای ولسوالۍ د شینکي کلي اوسېدونکي قند آغا چې د جلغوزې ۱۵۰ ونې لري، وویل چې سږ د تېر کال په پرتله له خپلو حاصلاتو   ۱۰۰زره افغانۍ زیاتې ترلاسه کړې دي.

هغه بهرنیو هېوادونو ته د خپلو محصولاتو پر صادرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه حاصلات باید له هېواده بهر د افغانستان په نوم او نښان سره صادر شي.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.