لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بُست پوهنتون له خوا خلک داخلي توليداتو مصرفولو ته د هڅونې په موخه له مېوو د جوسو جوړولو نندارتون پرانېستل شو.
د دې نندارتون د پرانېستلو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت مرستیال مولوي محمدحامد حسیب هم ګډون درلود او پژواک خبرې اژانس ته يې وویل، که په هېواد کې ځوانانو ته د کار کولو او تجارت په برخه کې د پانګه اچونې زمینه برابره شي، نو هېواد به پر خپلو پښو ودرېږي او د نورو له محتاجۍ به خلاص شي.
هلمند کې د بُست پوهتنون مؤسس احمدجان پوپل وویل: «کوم میوه جات چې زموږ په هېواد کې شتون لري که د هېواد وګړي په هره برخه کې استفاده ترې وکړي، نو هېڅکله به دوی وزګار نه شي. «
ورته مهال بیا د بُست پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو زده کوونکي محمد یونس هم د داسې نندارتونونو جوړول ګټور بولي او په خبره یې خلک هڅول کېږي چې له خپلو داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP