Language

د فراه پولیسو سلګونه کیلوګرام نشه‌يي توکي ترلاسه کړي

فراه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): د فراه امنیه قومانداني وايي، پرون د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۶۰۰ کیلوګرام بېلابېل ډول نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري پژواک ته وویل: «له نشه‎يي توکو سره د مبارزې اړوند امنیتي سرتېرو تېره ورځ ناوخته د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې عملیات کړي او ۶۰۰ کیلوګرام بېلابېل نشه‌يي توکي يې ترلاسه کړي دي.»

هغه په دې اړه رسنیو د ډېرو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.