فیضاباد (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۱): په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې مخکې د بدخشان د درایم ولسوالۍ اړوند په «یامچیان» کلي کې، د یوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې څو کورنۍ د درایم ولسوالۍ له مرکز شهر صفا څخه د دغې ولسوالۍ یامچیان کلي ته د یوې فاتحې لپاره په فلانکوچ موټر کې روان وو او په هغه سیمه کې چې سړک یې د جوړېدو په حال کې و، موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.
د نوموړي په وینا، د دغې پېښې په پایله کې یوه ماشوم او یوه سړي ژوند له لاسه ورکړی او څلور ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي دي.
هغه د پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي په ګوته کوي او وایي، د پېښې ټپیان د دغې ولسوالۍ کلینیک د یوه امبولانس په واسطه د فیضاباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن