Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د نامسوول وسله‌وال علیپور وسلې او مهمات ترلاسه شوي

میدان‌ښار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د ميدان وردګو ولایت مسوولین وايي، په بهسودو ولسوالۍ کې يې د نامسوول وسله‌وال عليپور وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته نن (چهارشنبه) په را استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدیریت په بهسودو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د پخواني نامسوول وسله‌وال علیپور یوه اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

سرچینه د یاد ولایت د امنیه قوماندان شیخ محمدشریف حلیمي له قوله وایي، دوی به تل د دغه ډول نامسوولو وسله‌والو پر ضد عملیات ترسره کړي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري، څو یې هېوادوال له شره خلاص شي.

خبرپاڼه د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې د مدیر قاري عبدالصبور حماد له قوله وایي، په ټولیز ډول ۵۶ میله وسله او مهمات ترلاسه کړل چې په هغو کې ۳۵ کلاشینکوفونه، ۲ پيکاوې، ۲ راکيټونه(RPG) ، يو زیکویک، يو هشتاد دو، ۷ تومانچې، پنځه انګریزي ۲ اویا ډزي، يو دیکتاروف، ۵۰ جاغورونه، ۳۰ بکسې مرمۍ، ۴ ماینونه او لس زره پټاقۍ شاملې دي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د یاد نامسوول وسله‌وال سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.