غزني (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د غزني ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت، ۷ رغنیزې پروژې پیل شوې چې چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي.
د غزني ښاروالۍ د انجنیري برخې مسوول انجنیر شېراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، ښاروالۍ له خپلو عوایدو ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پرمختیايي کارونو ته ځانګړې کړې دي.
هغه زیاته کړه، له دې جملې ۱۴۳ میلیونه افغانۍ انتقالي پروژو ته ځانګړې شوې چې چارې یې پنځلس ورځې مخکې پیل شوې او ۵۳ میلیونه افغانۍ اوو نوو پروژو ته ځانګړې شوې چې تازه یې چارې پیل شوې دي.
دی وايي، په دغو پروژو کې د غزني ښار زاړه ټانک په سیمه کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړول، په درېیو ناحیو کې د خامو کوڅو پخول، د ولایت د حرم سرای شا ته د دوو سړکونو تر منځ هوايي پُل جوړول، د شپې له پلوه د ښار د واټونو رڼا کول، د ترافیکي نښو لګول او نور شامل دي چې کارونه به یې په اساسي توګه وشي.
د ده په خبره، یادې پروژې به تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي چې د ښار د پرمختیا او ابادۍ تر څنګ به د ښاروالۍ د عوایدو په ډېرولو کې رول ولري.
د غزني ښار اوسېدونکي د یادو پروژو پر پیلېدو خوښي ښيي او وايي دغه راز کارونه دې دوامداره شي.
د غزني ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو پروژو له بشپړېدو سره د خلکو ډېرې ستونزې حل شي او د ښار په ښکلا کې به ډېره مرسته وکړي.
دی وايي، له دې ور ها خوا به خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي چې اوسمهال له سختې بې روزګارۍ سره مخ دي.
د غزني ښار بل اوسېدونکي محمداجان پژواک خبري اژانس ته وویل چې مسوولین دې د بیارغونې او کاري فرصتونو په برخه کې نور ګامونه هم واخلي څو خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د غزني ښاروالۍ په غزني ښار کې د هغو ۱۳ نیمه کاره رغینزو پروژو پاتې کارونه هم بیرته پيل کړي چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته درېدلي وو.
په دغو پروژو کې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د مارکېټونو، بلاکونو، کوڅو، پلو لارو او نورو جوړول شامل دي چې د چارواکو په خبره، د روان کال په اوږدو کې به بشپړې شي.