ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې څانګه پرانیستل شو

د غور ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې څانګه پرانیستل شو

author avatar
29 Sep 2022 - 16:15
د غور ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې څانګه پرانیستل شو
author avatar
29 Sep 2022 - 16:15

فیروزکوه (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): د غور د عامې روغتیا ریاست د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې لپاره د ځانګړې څانګې جوړېدو خبر ورکوي.

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال ګل احمد ساحل پژواک خبري ته اژانس ته وویل، دغه څانګه یې د خلکو او رواني ناروغانو د اړتیاوو پر اساس جوړه کړې، څو وشي کولی د ناروغانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د څو لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‎کارۍ له امله ډېر کسان پر بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړي ډول په رواني ناروغۍ اخته شوي او درملنې ته اړتیا لري.

نوموړي وویل، په دغه ولایت کې ځيني خلک په رواني ناروغۍ اخته دي نو له همدې امله یې له (IAM) موسسې سره په همغږۍ د رواني ناروغانو درملنې  لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.

سرچینه زیاتوي: «په یاد ولایت کې د بې‌وزلۍ او بې‎کارۍ له امله رواني ناروغان ډېر شوي او موږ د دغې ناروغۍ مخنیوي او ناروغانو ته د رسېدنې په موخه یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې چې په هغې کې دوه ډاکټران او څو سلاکاران کار کوي او اووه بستره لري.»

له بلې خوا، د غور ولایتي روغتون امر او د عصابو او رواني ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالاحد نوري پژواک ته وویل، د تېر یوه کاله په ترڅ کې د رواني ناروغانو شمېر ډېر شوی او د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ ناروغان د ده شخصي معاینه‌خانې ته مراجعه کوي.

ده د رواني ناروغانو د ډېرېدو لامل بېوزلي، بېکاري او د یادې ناروغۍ درملنې په اړه د خلکو نه پوهاوی بولي او زیاتوي: «کله چې یوې شخصي معاینه خانې ته ډېر خلک مراجعه کوي، تاسې فکر وکړئ چې د ولسوالیو او ولایتي روغتونونو ته به څومره خلک مراجعه کوي، تاسې پوهېږئ چې خلک تر اوسه هم د رواني ناروغانو درملنه په عنعنوي ډول کوي، له ډاکتره، درملو او له رواني سلاکارانو هيڅ خبر نه دي.»

د غور اوسېدونکي د غور په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې څانګې له جوړېدو هرکلی کوي.

د یوه ۱۶ کلن هلک پلار حبیب الله چې د خپل زوی درملنې لپاره ډاکټر ته راغلی، د یاد مرکز له جوړېدو هرکلی وکړ ویې ویل، ۱۶ کلن زوی یې د درملنې لپاره راوستلی دی.

د هغه په خبره، زوی یې  د تېرو نا امنیو او جنګونو له امله پر رواني ناروغۍ اخته شوی او د شپې ارامه خوب نه لري.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.