فیضاباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ځوانانو ته د يو روزنیز مرکز له جوړېدو خبر ورکوي او وايي، دغه مرکز ته ١٢٠ کسان جذب شوي چې نيمايي يې نجونې دي.
د «اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو روزنیز مرکز» په نوم دغه روزنیز مرکز نن (د تلې ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادرې (یوناما) په همکارۍ پرانیستل شو چې په وړیا توګه لسګونه هلکانو او نجونو ته په کې د انګلیسي او عربي ژبو او کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شوې چې یو شمېر زدهکوونکي یې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي.
د دغه ولايت د ځوانانو چارو امر عبدالصمد شېرزاد د یاد پروګرام د پرانيستې پر مهال وويل، په دغه ښوونيز مرکز کې ١٢٠ کسانو ته چې نيمايي يې نجونې دي، د څلورو ښوونکو له لوري په رضاکارانه ډول زدهکړې ورکول کېږي.
نوموړی وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هوډ لري چې دغه شان پروګرامونه په دوامدار ډول پياوړي کړي.
په بدخشان کې د يوناما د دفتر رییس ډاکتر حکيم د علم د ترلاسه کولو په پار د ځوانانو راټولېدل ارزښتناکه وبلله او زياته يې کړه: «زموږ موخه د ځوانانو د ظرفيت لوړول او انسجام رامنځته کول دي چې له دغه سترې انساني سرچینې او د ځوانانو له نوښتونو به ملاتړ کوي.»
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دا ډول پروګرامونه د ځوانانو لپاره ګټور وبلل او ويې ويل، ځوانان د علم او پوهې زدهکړې ته لېواله دي، خو اقتصادي کمزورتيا د دې لامل شوې چې له بازار د خپلې خوښې کتابونه نه شي ترلاسه کولای.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د مطالعې اتحاديې جوړې کړي، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د عامه کتابتون دروازه پرانیستې ده او له شته فرصتونو دې د لویو علمي او ښوونيزو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه پورته کړي او زياته يې کړه چې تل به له ځوانانو ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي د دغه ښوونیز مرکز پرانیستل د بدخشان د ټولنې د علمي فرهنګ د ودې په لاره کې يو ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل: «ځوانان د هېواد پياوړی مټ او ځواک دي، خو د کلونو جګړې او مبارزې زموږ ځوانان پرې نه ښودل څو خپل فکري جذبه پراخه کړي او له انقلابونو سره سره بیا هم دوی د علم او ازادۍ بیرغ رپانده ساتلی دی»
نوموړی ښوونځی او او مدرسه د ګډو هدفونو لرونکي ګڼي او وايي چې د افغاني ټولنې د پرمختګ لپاره د اسلامي ارزښتونو او عصري ټکنالوژۍ د زدهکړې زمینه به برابروي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن