[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) یو ټیم، له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د اندېښنو او ادعاوو څېړلو په موخه پنجشېر ولایت ته تللی دی.
یوناما د تلې په ۱۲مه، په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوی سیاسي او د بشري حقونو یو ټیم پنجشېر ته تللی، څو هلته له بشري حقونو څخه د سرغړونو په تړاو اندېښنې وڅېړي.
سرچینې زیاته کړې چې د یوناما یاد ټیم د پنجشېر له والي محمدنسیم نوري او نورو چارواکو سره لیدلي دي.
UNAMA Political & Human Rights teams in #Panjshir today to underscore grave concerns re. insecurity & alleged serious rights’ abuses. Met de facto Prov. Gov., Mohammad Nasim Noori. Accountability & safeguarding rights of all Afghans key to peace. UNAMA will continue monitoring.
— UNAMA News (@UNAMAnews) October 4, 2022
یوناما وایي، احتساب او د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه د سولې لپاره ډېر مهم دي.
په ټویټ کې راغلي چې دوی به په دې اړه خپلو ارزونو ته ادامه ورکوي.
له تېرو څو اوونیو راهیسې په ټولنيزو شبکو کې یو شمېر ویډیوګانې خپرېږي چې ګوندې د سرپرست حکومت د ملي امنيت ځواکونو په پنجشېر کې ځیني بندیان په ډزو وژلي دي.
په دې اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو تر غبرګونونو وروسته، د افغانستان د ملي دفاع وزارت وویل چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
سرچینې زیاته کړې وه، که دا وېډيوګانې نوې او د پنجشېر اړوندې وي، عاملان به يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر دې مخکې هم په پنجشېر او نورو ځایونو کې له «بشري حقونو د جدي سرغړونو» وروستیو ادعاوو په اړه خپله اندېښنه څرګنده او زیاته کړې یې ده: «وضعیت څاري او غواړي چې د هر جنایت عاملان عدالت ته راکش کړل شي.»
[/restrict]
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن