Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار له خرما بڼ څخه سږ کال ۱۸ ټنه حاصلات راټول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ١٣ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت کانال رياست وايي، سږ کال د دغې ادارې د ښې پاملرنې له امله د خرما بڼ حاصلات تر ۱۸ ټنو لوړ شوي او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې دا اندازه نوره هم ډېره شي.

چارواکي وايي، سږ کال یې د خرما د پلور له اړخه څه باندې ١،٤ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

یاد باغ يوه لسيزه وړاندې د متحده عربي اماراتو په مرسته د ۲۷۰۰ ونو په لرلو، په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

د ننګرهار کانال ادارې وياند سيد همايون غريب‌مل د تلې په ۱۴مه، پژواک اژانس ته وويل چې د خرما باغ سږ کال ۱۸ ټنه حاصلات ورکړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.