کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا څانګې پخوانۍ مشره وايي، امریکايي بېپیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي او له دې لارې د «الظواهري په وژلو کې» د پاکستان مرسته مهمه وه.
وروسته له هغې چې امریکا په تېره جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ، افغانستان ته د امریکايي بېپیلوټه الوتکو راتګ په اړه اندېښنې راپورته شوې.
د امریکا غږ پښتو وېبپاڼې ته د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا څانګې پخوانۍ مشرې لیزا کرټیس تېره ورځ ویلي چې په افغانستان کې «د ترهګرۍ د څار لپاره» امریکايي بېپیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي.
دا وايي: «دا هغه څه دي چې د امریکا لپاره مهم دي، په ځانګړي ډول د الظواهري د له منځه وړلو په موخه د وروستیو عملیاتو په برخه کې د پاکستان دا مرسته مهمه وه او په ورته چارو کې پاکستان امریکا ته اجازه ورکوي.»
د افغانستان سرپرست حکومت د الظواهري له منځه وړل د امریکا یوه ادعا ګڼلې، ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم تېره میاشت ویلي و چې امريکايي بېپيلوټه الوتکې د پاکستان له حريمه د افغانستان فضا ته ننوځي او له پاکستانه یې غوښتي و چې خپله فضا د افغانستان پر ضد ونه کاروي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د مجاهد دغه څرګندونې رد کړې او هغه یې د خواشينۍ وړ او د رسمي دریځ څرګندولو د اصولو پر خلاف ګڼلې وې.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم څه موده مخکې د افغانستان فضا ته د امریکایي الوتکو د راتګ په اړه دوه احتماله ښودلې و او زیاته کړې یې وه چې امریکايي بېپیلوټه الوتکې د افغانستان هوایي حریم ته یا له دوحې څخه د پاکستان له لارې او یا هم له تاجکستانه داخلېږي.
Views: 1362
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن