کندهار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): د کندهار ښاروالۍ له خوا د ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ۱۹۰ متره استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې چې ۲۸۵ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.
د دغه استنادي دېوال د چارو د پيل پر مهال کندهار ښاروال حاجي حسن وویل، د دغه دېوال اوږدوالی ۱۹۰ متره دی چې د نړیوال بانک له لوري د ۲۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
ده زیاته کړه، په دې پروژه کې به ۱۱۵۰ تنه مسلکي او غیرمسلکي کسان کار کوي او د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړه شي.
ده وویل: «دا یوه له اساسي پروژو څخه ده چې یو خو به ډېر کسان کار پکې کوي او بل به د دغه دېوال په جوړېدو سره د سېلابونو او بارانونو د اوبو مخه ونیول شي.»
د سیمې اوسېدونکي د دغه استنادي دېوال په جوړولو خوښ دي او وايي، په دې پروژه کې سلګونه کسان په کار بوخت شوي او ورسره به د دوی په ناحیه کې د هغه اوبو مخه ونیول شي چې مخکې یې کورونه تخریبول.
د دوولسمې ناحیې یو اوسېدونکی لعل محمد وایي، د دوی له ډېره وخته دا غوښتنه وه چې د دغه استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شي چې بالاخره یې دا غوښتنه ومنل شوه.
ده زیاته کړه: «موږ له ښاروالۍ څخه ډېره مننه کوو چې دغه کار یې شروع کړ، دا زموږ غوښتنه وه، دلته به هر وخت د سېلابونو او بارانونو اوبو د خلکو کورونه او دوکانونه خرابول، نو اوس به دا مشکل حل شي.»
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د کندهار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو، جادو، سولر څراغونو او نورې پروژې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن