Language

چارواکي اروزګان کې د وسلو د یوې زېرمې موندلو خبر ورکوي

ترینکوټ (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د اروزګان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د وسلو یوه لویه زېرمه کشف کړې چې د ۸۰ میله سپکو او درنو وسلو په ګډون په کې یو شمېر نظامي تجهیزات پټ کړای شوي وو.

د یاد ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالله بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسلو دغه زېرمه یې د ترینکوټ ښار په تالاني سیمه کې د تېر نظام د یوه کارکوونکي په کور کې موندلې ده.

خو هغه په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.

ده زیاته کړه، په یاده زېرمه کې ٨٠ میله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې، ۱۰  مخابرې، ۲ جي‌پي‌ار‌ایس، ۸۰ د راکټ او زرګونه د نورو وسلو مرمۍ شاملې دي.

دی وايي، موده مخکې یې د اروزګان ولایت پر ټولو اوسېدونکو غږ کړی و چې وسلې او نور نظامي وسایل او وسایط دوی ته وسپاري، خو لا هم دا کار نه دی شوی.

ده خبرداری ورکړ چې دغه ډول عملیات به یې روان وي او له هغو به وسلې او نور مهمات راټولوي چې په ناقانونه توګه یې ساتي.