[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، د لړم لومړۍ ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وایي، افغانان دې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.
نوموړي دا څرګندونې افغانستان ته له ۱۲ ورځني سفر وروسته تېره شپه نیویارک کې په یو لړ ټویټونو کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان ته د سفر پرمهال یې د بېلابېلا ډلو له استازو سره ولیدل.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې له پنجشېر څخه د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي، ملکي وګړي نیول شوي، د ښځو او نجونو له حقونو هم سرغړونې شوې دي.
دغهراز نوموړی وایي، په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې له وسلهوالو سره ناوړه سلوک شوی چې باید نور یې مخه ونیول شی.
ریچارډ بنیټ ویلي چې په دې اړه به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته معلومات ورکړي.
هغه له افغانانو غوښتي :؛د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې ورسره د [email protected] برېښنالیک له لارې شریکې کړي او د شکایت کوونکو هویت به پټ ساتل کېږي.؛”
د پنجشېر والي محمد حسن هاشمي څو ورځې مخکې له ریچارډ بنیټ سره د لیدنې پرمهال ویلي وو، اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې بشري حقونو ته ژمن دی او د حکومت د تېر یوه کال کړنې د دې ثبوت دی.
[/restrict]
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن