Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت کې نوې ګومارنې وشوې

کابل (پژواک ۴ لړم ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې د لسګونو نويو کسانو د ګومارنو ترڅنګ د دغه وزارت لپاره دوه مرستیالان او د هوايي قواوو قومندان ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر کې ليکي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ شوې دي.

ده د ياد شوي حکم له مخې لیکلي چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان مولوي محمد ظریف مظفر د ملي دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین، د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون مخکینی رئیس مولوي باز محمد حمیدي د همدې وزارت د پرسونل او تعلیماتو معینیت د مرستیال، د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی مرستیال ملا عبدالغفار محمدي د ملي دفاع وزارت د هوايي قواوو د قومندان، د تخار ولایت مخکینی والي مولوي نورالدین د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئیس او د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال مولوي نور الرحمن نصرت د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

په حکم کې زياته شوې چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان ملا امیرخان حقاني د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د قومندان، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله مطیع د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان، د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوندان، د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکینی مرستیال ملا اغا محمد ابراهیم د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه ګومارل شوي دي.

په ياد شوي حکم کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د درېیمې پلې لواء مخکینی قومندان مولوي عبدالحکیم نظامي د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال، د ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکینی رئیس ارکان قاري امین الله طیب د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال، د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی رئیس ارکان ملا عبدالباري ګل اخند د همدې قول اردو د مرستیال او د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی رئیس ارکان مولوي حزب الله افغان د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز حکم څرګندوي چې د کندهار ولایت د درېیمې سرحدي عبیده لواء مخکینی قومندان ملا نصیب الله زبیر د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان، د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو مخکینی رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رئیس ارکان، د زابل ولایت د دوهمې پلې خیبر لواء مخکینی قومندان ملا عبدالله حبیب د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې د رئیس ارکان، ملا عبدالسلام اغا د کندهار ولایت د درېیمې پلې ابودجانه لواء د قومندان، ملا غلام رسول اخند د کندهار ولایت د درېیمې پلې ابودجانه لواء د رئیس ارکان په توګه ګومارل شوي دي.

په حکم کې همداراز زياته شوې چې د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې مخکنی رئیس ارکان ملا نېک محمد ملنګ د زابل ولایت د دوهمې پلې خیبر لواء د قومندان، ملا راز محمد خنجري د جوزجان ولایت د دوهمې پلي لواء د قومندان، قاري احمدي د جوزجان ولایت د دوهمې پلې لواء د رئیس ارکان، د خوست ولایت د دوهمې پلې لواء مخکینی قومندان مولوي بدر الدین د غزني ولایت د درېیمې پلې محمدي لواء د قومندان، مولوي نقیب الله جمال د خوست ولایت د دوهمې پلې لواء د قومندان، د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء مخکینی قومندان ملا محمد رحیم حاجي لالا د همدې ولایت د پنځمي سرحدي لواء د قومندان، د هرات ولایت د پنځمې سرحدي لواء مخکینی قومندان مولوي صلاح الدین ایوبي د هرات ولایت د لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه او حنیف اخندزاده د فراه ولایت د دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

په حکم کې په ډاګه شوې چې د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی مرستیال ملا جان محمد حمزه د بغلان ولایت د امنیه قومندان، مولوي ادم صاحب د کندهار ولایت د افغاني سرې میاشتې د رئیس، د فراه ولایت د امنیت مخکینی آمر ملا عبدالرازق راشد د هرات د ښاروال، د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ مخکینی ولسوال ملا محمد طیب صابر د همدې ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د رئیس په توګه ګومارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.