ژبه

اریانا هوايي شرکت د متحده عربي اماراتو العین ښار ته بېرته الوتنې پیل کړې

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۱): د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو «العین» ښار ته الوتنې پیل کړې.</p>

<p style="text-align: justify;">د اریانا شرکت د خرڅلاو څانګې عمومي امر احمد سیر سکندري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه شرکت له ۱۳ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا وتوانېد چې د متحده عربي اماراتو العین ښار ته خپل پروازونه پیل کړي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه وایي، د اریانا شرکت الوتکې به العین ښار ته په اونۍ کې دوې الوتنې کوي او د مسافرو پر لېږد سربېره به سوداګریز مالونه هم لېږدوي.</p>

<p style="text-align: justify;">سکندري وویل: «د اریانا هوايي شرکت مسافرانو او سوداګریزو توکو ته د لا ډېرو خدمتونو برابرولو په خاطر العین ښار ته په اونۍ کې دوې الوتنې پیل کړې دي؛ د شنبې او چهارشنبې په ورځو کې دغه الوتنې عملي کېږي او په وروستیو ۱۳ کلونو کې مو العین ښار ته الوتنې نه درلودې چې بالاخره له ۱۵ نیټې راهیسې مو دغه پروازونه پیل کړي دي.»</p>