کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲ ټنه د جلغوزي مغز لومړنۍ جوپه له هرات ولایت څخه المان هېواد ته صادر شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې دغه جوپه په معیاري بستهبندۍ او مناسب قیمت المان ته صادر شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز ویلي: «دغه وزارت د هېواد د صادراتو تصاعدي وده په تېر یوه کال کې د دولتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ د صادقانه همغږۍ او همکارۍ محصول ګڼي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تلې په ۱۸مه هم ۲۰ ټنه جلغوزي د دوبۍ له لارې چین ته صادر شو.
د افغانستان په سویل او سویلختیځو برخو کې د جلغوزي پراخ ځنګلونه د دې لامل شوی چې دغه هېواد په سیمه کې د جلغوزي حاصلاتو لپاره ښه فرصتونه ولري.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د جلغوزیو کلنی ارزښت شاوخوا دوه میلیارده ډالر اټکل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP