[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې د دوی له حاکمیت راهیسې کوم خبریال نه دی وژل شوی او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) له دې مخکې ادعا کړې وه چې له تېر یوه کال راهیسې یې په افغانستان کې له خبریالانو سره د زور زیاتي له ۲۰۰ زیاتې پېښې ثبت کړې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلامي امارت د واقعيتونو موندنې او انعکاس پر اهميت ټينګ باور لري او د دې موخې د تحقق لپاره يې رسنيو او کارکوونکو ته د فعاليت اجازې ورکولو ترڅنګ اړينو معلوماتو او د هېواد هرې سيمې ته د لاسرسي مساعد کاري چاپېريال برابر کړی چې له برکته یې په هېواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي.
https://twitter.com/QaharBalkhi/status/1587845590985183232?s=20&t=_fexhl5huOBpBxZECmw0cA
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي، ، پر دې برسېره په هېواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنيزې شبکې دايمي شتون لري او د ۱۴۰۱ کال له پيل راهیسې تر اوسه د اسيا، اروپا، امريکا او اسټراليا له لويو وچو اړوند بېلابېلو هيوادونو د ۱۹۶ رسنيزو شبکو اړوند تر ۷۰۰ زياتو بهرنيو ژورنالېستانو ته د راتګ او راپور جوړونې اسانتياوې چمتو کړي.
سرچینې زیاته کړې، اسلامي امارت ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د ازادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي.
بلخي ویلي، د اسلامي امارات د بشپړ حاکمیت را وروسته د هیڅ خبریال وژنه نه ده رامنځته شوې او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوې دي.
له دې مخکې د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي وو چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښلو ۲۴۵ پېښې ثبت کړې دي.
د دې ترڅنګ د بې پولې خبریالانو سازمان هم ویلي وو چې په تېر شاوخوا یو کال کې پر افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له حاکمیت راوروسته په دغه هېواد کې ۲۱۹ چاپي، غږیزي او انځوریزې رسنۍ بندې شوې دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP