اسعداباد (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د کونړ امنیه قومانداني وايي، نن سهار یوه نامسوول وسلهوال د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې په ډزو یو کس وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي نعمتالله حمیدي پژواک ته وویل، د محمدحسن په نوم یو کس چې له ځان سره یې په ناقانونه توګه تومانچه ګرځوله، پولیسو غوښتل چې ويې نیسي خو هغه د تېښتې په موخه ډزې وکړې چې له امله يې یو عام کس ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
ده وویل: «محمدحسن چې د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نن سهار یې د اسعداباد ښار په څلور لارې کې په ډزو سره یو کس وواژه او درې نور یې ټپيان کړل.»
نوموړي زیاته کړه چې قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
په اسعداباد ښار کې د پېښې یوه عیني شاهد ادریس پژواک ته وویل: «یو کس چې توفنګچه یې په لاس کې وه، د کونړ امنیه قوماندانۍ مخې ته یې په یوه بل کس ډزې وکړې، وروسته یې بیا منډه وکړه او امنیتي کسان هم ورپسې وو او په دې جریان کې يې په نورو کسانو هم ډزې وکړې.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP