کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، په ژمي کې افغانستان کې ۱،۱ ميلیون وګړو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته څه باندې لس میلیون امریکایي ډالر ځانګړي شوي دي.
د یاد سازمان (WHO) په راپور کې راغلي: «روغتیایي شریکانو مو د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه څه باندې لس میلیون ډالر د ژوندژغورنې ژمنیو چارو ته ځانګړي کړي او د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ۱،۱ ميلیون وګړو ته مرستې رسول په پام کې نیول شوي دي.»
د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، ۳۶۹ ټنه بېړني روغتیایي توکي او د بېړنیو عملیاتو کېټونه ټولو سیمو ته استول شوي څو که په ژمي کې لارې وتړل شي او انتقالات له خنډ سره مخ شي، روغتیايي خدمات مختل نه شي.
سرچینه لیکي چې دغه سازمان د لومړنیو روغتیایي مرکزونو لپاره تر اوسه ۳۸۵ روغتیاپالان روزلي چې ۱۴۱ یې ښځې دي.
یاد سازمان زیاتوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې د واکسین کمپاين پر مخ بیولو لپاره تر سلو ډېر مشران روزلي او يوازې په تېره اکټوبر میاشت کې یې تر ۱۵۶ زره ډېرو کسانو ته د کوویډ-۱۹ واکسین «جانسن انډ جانسن» تطبیق کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد سازمان څرګندونو له مخې، د روان میلادي کال له پیله راهیسې په افغانستان کې د طبيعي پېښو له امله له ۳۲ زره ډېر افغانان په کور دننه بېځایه شوي او د ساري ناروغيو، لکه نسناستي، شری، ملاریا او د کوویډ – ۱۹په څېر ناروغیو هم خلک اغېزمن کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو مياشتو کې۴۵۰ افغانان د شري او نسناستې له امله مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي، اکتوبر میاشت کې د ډینګي تبې پېښې زیاتې شوې او تازه یې ۴۶۸ مشکوکې پېښې په ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو کې ثبت شوې، د شري ناروغۍ د څه باندې دوه زره نوو پېښو راپور ورکړل شوی او د هوا په سړېدو سره د دې امکان شته چې د ساه لنډي ناروغي هم زیاته شي؛ ځکه خلک یو بل ته ډېر نږدې کېږي، پاکه هوا نه تنفس کوي او حفظ الصحه هم سمه نه مراعاتوي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن