Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل په مرکز کلات کې درې زره کسان په کار وګومارل شول

کلات (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ درې زره کسان د درېیو میاشتو لپاره پر کار وګومارل شول.

د کلات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ مدیر ضیاءالحق زاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د بېلابېلو سیمو یاد درې زره اوسېدونکي د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي ملاتړ او د زرغون کندهار بیاودانولو موسسې/ GKRO په تخنیکي همکارۍ د نغدو پیسو په بدل کې په کار ګومارل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان به د ښاروالۍ په چوکاټ کې د کلات ښار په ټولو ناحیو کې د تنظیف، کوڅو هوارولو، جغل‌اچونې، شنو ساحو جوړولو او نیالګیو ساتلو په برخو کې کار کوي.

دی وايي، اوس‌‎مهال دغه کسان د درېیو میاشتو لپاره په کار ګومارل شوي چې هر کس ته به د میاشتې ۴۳۰۰ افغانۍ ورکول کېږي خو ښايي دا پروسه وروسته نهو میاشتو ته وغځول شي.

ده یادونه وکړه چې د دې پروژې په یوه برخه کې به له هغو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته هم کېږي چې سرپرستان نه لري.

هغه وویل، کلات ښاروالي د ښار پاکوالي او سمسورتیا ترڅنګ د ښار بیارغونې په برخه کې هم کار کوي چې څه موده مخکې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR په مالي ملاتړ د رسالې، هواشناسي، نوو نومرو او بي‌بي خالا لېسې په سیمو کې ۱۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي او د ځینو چارې لا روانې دي.

د ده په خبره، ښاروالي پلان لري د کلات ښار پراختیا او ودانولو لپاره نورې ورته پروژې هم عملي کړي څو خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

خلک خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې څو له دې لارې کورنیو ته نفقه پیدا کړي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي نقیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څلورو- پنځو میاشتو راهیسې په کار پسې ګرځېده چې بالاخره د کلات ښاروالۍ له لوري د کار زمینه ورته برابره شوه او د میاشتې ۴۳۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

دی وايي، په دې توګه له یوې خوا د ښار پاکولو او سمسورتیا په برخه کې کار کوي او له بلې خوا خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوي.

نوموړی د دې پروژې غځېدو غوښتنه کوي څو دی او د ده په څېر په زرګونو بېوزلي خلک د اوږدمهال لپاره په کار بوخت شي.

د کلات ښاریان خوښ دي چې د دغه ښار پاکولو او سمسورتیا چارې پیل شوې دي.

د کلات یوه اوسېدونکي غلام قاهر قاصد پژواک ته وویل، دغسې پروژې دې ډېرې شي چې له مخې یې هم ښار ودانيږي او هم په زرګونو بېوزله کسان په کې په کار ګومارل کېږي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د کلات ښار کوڅو کې جغل اچول کېږي خو دوی تمه لري څو په راتلونکي کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.