ژبه

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او تېلو بیې لوېدلې دي

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): نن د تېرو اووه ورځو په پرتله په کابل ښار کې، د قزاقي اوړو، ډیزل او پټرول تېلو بیې څه باندې دوه سلنه لوېدلې، خو د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبری اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله، د یوه لېتر پترول تېلو بیه له ۸۰ څخه ۷۷ افغانیو ته او د یو لېتر ډیزل تېلو بیه له ۹۵ څخه ۹۴ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

خو د کابل ښار په کلوکله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي، نن لکه تېره شنبه، د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۶ افغانۍ ده.

د هغه په وینا، د وارداتو زیاتوالي له امله په کابل ښار کې د تېلو بیه لوېدلې ده.

د اوړو بیه ټيټه شوې

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرو اووه ورځو په پرتله، د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو عمده پلور بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۳۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړی وایي، د کابل ښار په بازارونو کې د اوړو بیه وروسته له هغه ټیټه شوه چې د قزاقستان په بازارونو کې هم بیې ټیټې شوې او د وارداتو کچه یې زیاته شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه، نن لکه تېره شنبه، د ۱۶ لېترو مالیزیایي غوړیو عمده بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۵/۲۴ کیلوګرام پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام تور افریقایي چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځینو توکو پرچون بیه په ځینو مواردو کې د هغو له عمده پلور بیې سره لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یو پرچون پلورونکی حامد صوفي‌زاده وايي، نن ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړه په پرچون په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۵/۲۴ کیلوګرام پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرام هندي بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتر مالیزیایي غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې

د کابل ښار په مريم لېسې بازار کې د سرو زرو يوه پلورونکي محمدجاوېد وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سرو زرو بيه له ۴٠٠٠ افغانيو څخه ۴۱۰۰ افغانیو ته او د يو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بيه له ۳۳۰۰ څخه ۳۳۵۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د سرچینې په حواله، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بيو بدلون د نړۍ په بازارونو کې د هغه د بيې له بدلون سره تړاو لري.

د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه لوېدلې

د کابل په شهزاده سرای کې د «صدقات» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل،  نن د یو امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۹ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۲۱مه، د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۸۸ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۰ افغانۍ تبادله کېدې.