بامیان (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): په بامیان ولایت کې د روږدو درملنې درېیو مرکزونو له یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.
د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي پژواک ته وویل: «د دغو درېیو مرکزونو له ډلې، د روږدو د درملنې یو ۲۰ بستریز روغتون په ورس ولسوالۍ او دوه نور ۲۰ بستریز روغتیايي مرکزونه چې یو یې د ښځو اړوند دی، د دغه ولایت په مرکز کې موقعیت لري.»
هغه زیاته کړه چې د دغو مرکزونو فعالیت د تشکیلاتو او اړتیا وړ امکاناتو د کمښت له امله درېدلی و او وړمه ورځ (د لړم ۲۹مه) د عامې روغتیا وزارت او د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې څانګې له لوري بېرته فعال شول.
نوموړي وویل: «اوسمهال په دغو روغتیايي مرکزونو کې ۳۵ روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.»
ذکي زیاته کړه، له دې مخکې د دغو مرکزونو د کارمندانو معاش او د روږدو کسانو د درملنې لګښتونه د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودجې چې د نړۍوالو بنسټونو له لوري تمویلېده، ورکول کېدل، خو ویې ویل چې یو کال او شپږ میاشتې مخکې یې فعالیت ودرېد.
د دغه ولایت پر نشهیي توکو روږدي کسان د عامې روغتیا د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې په بامیان کې ګڼ شمېر خلک پر نشهیي توکو روږدي دي او د روږدو د درملني مرکزونو ته سخته اړتیا وه.
د دغه ولایت د مرکز اړوند د «شهیدان» سیمې اصلي اوسېدونکي ۳۵ کلن باقر پژواک ته وویل: «ما د بېوزلۍ، بې کارۍ او له روږدو کسانو سره د اړیکې له امله شاوخوا شپږ کاله نشهیي توکي وکارول.»
هغه وویل، بامیان یو له هغو ولایتونو دی چې ګڼ شمېر روږدي کسان لري.
نوموړی هیله لري چې یوه ورځ د نشهیی توکو له منګولو چي ټولې هیلې یې ور خاورې کړې دي، وژغورل شي او د یوه سالم انسان په توګه بېرته ټولنې ته را وګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP