Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د سل زره نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه

مزار شریف (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزار شریف - حیرتان پر لار د شل کیلومتره سړک په اوږدو کې د ۱۰۰ زره غیر مثمرو نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه.

د نیالګیو اېښودلو دغه پروسه نن په یاد ولایت کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام/ UNDP په مالي لګښت او په شمال کې د سویډن کمېټې په تخنیکي همکارۍ پیل شوه چې د شلو ورځو لپاره به دوام وکړي.

[caption id="attachment_500899" align="aligncenter" width="582"]The series of planting saplings has started in Balkh بلخ کې د نیالګیو ايښودلو لړۍ پیل شوه[/caption]

په شمال کې د سویډن کمېټې رییس نجیب‌الله یزدان‌پناه وایي، دغه غیر مثمر نیالګي چې د «سګسول او ګز» په نوم یادېږي، د بلخ د کرنې له ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په مالي ملاتړ او د سویډن کمیټې په تخنیکي همکارۍ د مزار شریف- حیرتان سړک په اوږدو کې اېښودل کېږي.

د هغه په وینا، په دغه پروژه کې- چې مالي لګښت یې ۲۲۰۰۰ امریکایي ډالر کېږي- د سیمې ۱۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابرېږي.

په همدې حال کې، د بلخ سیمه‌ییز چارواکي او مسوولین د دغو نیالګیو اېښودنه د روغتیا، چاپېریال او سړک ته د ریګ له اوښتو څخه د مخنیوي لپاره مهمه ګڼي.

د بلخ کرنې او اوبو لګونې رئیس شمس‌الله ابو خالد د دغو نیالګیو اېښودنه د روغتیا او پاک چاپېریال لپاره مهمه ګڼي، د سیمې له خلکو او د حیرتان بندري ښارګوټي له مسوولینو غواړي څو د دغو نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له دغه ریاست سره مرسته وکړي.

د بلخ بندري ښارګوټي رئیس قاري خلیل‌الله فاروقي هم د دغو نیالګیو له اېښودو خوښي ښيي او وایي چې د دغه ترانزیټي لارې دوه لوري ته د نیالګیو اېښودل کولای شي سړک ته د شګو له اوښتو مخنیوی وکړي.

نوموړی دغه راز د دغو نیالګیو اېښودل د ترافیکي پېښو د کچې راکمېدو لپاره هم مهمه ګڼي او وایي چې پر دغه لار ډېری وخت سړک ته د باد او توپان له امله خاورې او شګې اوړي چې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځي.

بلخوا، د سیمې خلک او د دغې پروسې کارکوونکي دسویډن کمیټې له دغه اقدامه خوښي ښيي او وایي چې د سیمې پر زرغونتیا سربېره ورته د کار کولو فرصت هم برابر شوی دی.

عزیزالله د حیرتان ښارګوټي اوسېدونکی وایي، خوښ دی چې له دې لارې ورته د کار کولو فرصت برابر شوی او هم یې سیمه او چاپېریال له دې لارې زرغون او پاکېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.