ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلېنکن: امریکا ته پر شرایطو برابرو افغانانو لېږدولو ته ادامه ورکوو

بلېنکن: امریکا ته پر شرایطو برابرو افغانانو لېږدولو ته ادامه ورکوو

author avatar
23 Nov 2022 - 21:50
بلېنکن: امریکا ته پر شرایطو برابرو افغانانو لېږدولو ته ادامه ورکوو
author avatar
23 Nov 2022 - 21:50

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، له قطر څخه امریکا ته د هغو افغانانو د لېږدولو لړۍ یې روانه ساتلې چې امریکا ته د تللو شرایط یې پوره کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې قطر ته د رسمي سفر پرمهال په دغه هېواد کې د امریکا ستره پوځي اډه (العُدَید) کې له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.

هغه تر دې مخکې په قطر کې د السیلیه له پوځي کمپ څخه هم لیدنه کړې او هلته یې له مېشتو افغان پناه‌غوښتونکو سره یې لیدلي و.

بلېنکن خبریالانو ته ویلي، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له قطر څخه د هغو افغانانو د لېږدولو لړۍ روانه ساتلې چې امریکا ته د تللو شرایط یې پوره کړي دي.

هغه زیاته کړې، له افغانستانه قطر ته د لېږدول شوو افغانانو طبي او امنیتي ازموینې به ترسره کېږي او بیا به امریکا ته د تللو وېزې ورکول کېږي.

ده ویلي چې په دې پروسه کې ګڼې ادارې ښکېلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، په قطر کې د افغانانو یوه کمپ (السیلیه) ته د ورتګ پرمهال هلته یې افغان ماشومان هم لیدلي دي.

ده ویلي، خوښ دی چې هلته په لنډمهالي استوګنځي کې دغو ماشومانو ته د تاریخ،‌ جغرافیې او انګلیسي ژبې د درسونو زمینه برابره شوې ده.‌

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له هغه وخت راهیسې چې له افغانستانه تخلیه پیل شوه، په دغه کمپ کې شاوخوا ۲۳ زره افغانان مېشت کړل شوي چې ۲۱ زره یې امریکا ته لېږدول شوي دي.

بلېنکن ویلي، د پاتې خلکو د لېږدولو لپاره هڅې روانې دي. ده په دې کار کې د قطر له همکارۍ مننه وکړه.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د افغانانو لپاره د کډوالۍ وېزو د ورکړې بهیر اسانولو په درشل کې دی او د کارمندانو په ډېرولو به یې د پړاوونو سر ته رسول هم کم وخت ونیسي.

هغه یوځل بیا ژمنه وکړه چې له افغانستانه د امریکا د همکارانو د تخلیې چارې روانې دي.‌

د روان کال په لومړیو کې قطر اعلان وکړ، امریکا ته د کډوالو له تګ مخکې د هغو افغانانو موقت کمپ به د فوټبال نړۍوال جام پیلېدو له امله وتړي چې دوسیې یې تر کار لاندې دي.‌ خو امریکا ویلي چې دوی د بدیلو لارو په لټه کې دي.

نوټ : په دې راپور کې د بي‌بي‌سي پښتو له خبر څخه استفاده شوې ده.

[/restrict]

Views: 263

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.