پل علم (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري پر ۱۶ زره زدهکوونکو درسي توکي وېشل کېږي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه درسي توکي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په مالي لګښت چمتو شوي چې ژر به د لوګر د ۲۷۵ ښوونځیو له شپږم ټولګي کښته زدهکوونکو (هلکانو او نجونو) ته ووېشل شي.
هغه زیاته کړه، په دغو درسي توکو کې – چې اړوند ریاست ته سپارل شوي- کتابچې، بکسې، پنسلونه، پنسلپاکونه، قلمتراشونه، تباشیرونه او نور شامل دي.
ښوونکي د ملګرو ملتونو له یادې شوې ادارې مننه کوي چې له شپږم ټولګي کښته زدهکوونکو سره یې د لیک لوست توکو مرسته وکړه.
د مرکز پل علم یوه ښوونکي سید جلال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه درسي توکي کولای شي له شپږم ټولګي د کښته ټولګیو نجونې او هلکان لیک لوست ته راوبولي.
هغه زیاته کړه، د پوهنې ریاست ته په کار ده چې یاد درسي توکي ژر تر ژره د ښوونځيو پر زدهکوونکو ووېشي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري، د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون په برهکي برک، محمداغې، څرخ، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د زدهکړې ۵۰۰ سیمهییز ټولګي هم جوړ شوي چې شاوخوا ۲۰ زره هلکان او نجونې په کې زدهکړې کوي.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن