کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان ښځو بنسټیز حقونه خوندي کړي او هغوی ته د یوه داسې چاپېریال جوړولو لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي، کوټلي ګامونه واخلي.
ملګرو ملتونو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې نن په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو نړۍواله ورځ ده او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شو.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال له اوړي راهیسې په افغانستان کې د ښځو ډېر بنسټیز حقونه محدود یا لغوه شوي؛ هغه هم په داسې یوه هېواد کې چې د نړۍ په کچه په کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه تر ټولو لوړه ده.
سرچینې زیاته کړې، افغان مېرمنو د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي د ژوندي پاتې کېدو لپاره همغږو، هر اړخیزو او باکیفیته خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ ناخوالې تجربه کړې دي او په ورته وخت کې د دغو خدماتو غوښتنه د پخوا په پرتله لوړه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دې اړه ویلي: «د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپېریال لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي، کوټلي ګامونه واخیستل شي.»
هغې – چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) مشره هم ده – وویل: «د ښځو د حقونو ساتنه په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او تلپاتې سولې لپاره یو مهم عامل دی.»
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ښځو وضعیت د سخت بشري او اقتصادي بحران او د ښځو پر اساسي حقونو لکه په خپله خوښه تګ راتګ، کار، زدهکړو او په عامه ژوند کې د برخې اخیستنې محدودیتونو له امله لا پسې خراب شوی دی.
د سرچینې په وینا، دا فکټورونه او ځیني دودیز ټولنیز نورمونه چې د تاوتریخوالي کارول د ډسپلین او کنټرول په توګه مني، پیاوړي کوي او یو داسې چاپېریال رامنځته کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی نورمال حالت ته ځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې الیسون ډیویډیان د یادې ورځې په مناسبت ویلي: «موږ وینو چې هره ورځ د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی په کورونو، په هغو ځایونو کې چې کار کوي، په انلاین او عامه ځایونو کې تاوتریخوالی د عادي کېدو پر لور ځي.»
هغې زیاته کړې: «په نړۍواله کچه، موږ پر دې پوهېږو چې د یو داسې چاپېریال رامنځته کول چې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې له تاوتریخوالي پاک وي، د یو شمېر مشخصو ګامونو له اخیستو پرته، لکه د هغوی د غږ ملاتړ لپاره نوښتونه کول او په هغو پرېکړو کې ګډون یې چې د هغوی پر ژوند اغېز لري، ناشونې ده؛ موږ باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ او پیاوړتیا په برخو کې د پانګونې لپاره خپلې هڅې نوې کړو.»
ملګري ملتونه په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي، د زیانمنونکو ښځو او نجونو بېلابېلو اړتیاوو ته د ځواب ویلو، د ښځو لومړیتوبونو او نفوذ پیاوړي کولو او پراخولو په برخو کې فعالیت کوي. دغه راز د خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو او مدني ټولنو د مستقیم ملاتړ او تمویل له لارې هڅې کوي چې د هر ډول تاوتریخوالي د له منځه وړو لپاره له خپلو کلیدي او نړۍوالو شریکانو سره د تاوتریخوالي مخنیوي، غبرګون او عدالت غوښتنې پروګرامونه پلي کړي.
د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی فعالیت یو نړۍوال کلنی کمپاین دی چې د نومبر په ۲۵مه پیلېږي او د ډسمبر په ۱۰مه د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت پای ته رسېږي . دغه سازمان د پوهاوي لوړولو، د ملاتړ د هڅو پیاوړتیا او په هر ځای کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د پوهې او نوښتونو شریکولو لپاره د نړۍوال اقدام غوښتنه کوي.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوناما څرګندونو په غبرګون کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په په ډیموکراسۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالیو او تیریو کچه لوړه ده.
هغه وایي: «په متحده ایالاتو کې په هرو دریو کې یوه ښځه جنسي تیری او تاوتریخوالی تجربه کوي، په نورو ډیموکراټیکو حکومتونو کې هم همداسې ده.»
د ده په وینا، اسلامي دولتونه مکلف دي چې له ورته برخلیک سره د ښځو د نه مخامخ کېدو لپاره تدابیر وضع کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن