کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د راتلونکې دسمبر میاشتې په لومړیو کې المان ته سفر کوي.
له هغه وروسته چې د تېر کال د زمري په ۲۴مه، مخکېنی حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، د مخکېني ولسمشر اشرف غني په ګډون ډېر شمېر دولتي لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه ووتل؛ خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د تېر حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله او ځیني نور له افغانستانه ونه وتل او دا مهال په هېواد کې دي.
تر دې مخکې څو ځله داسې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان سرپرست حکومت پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه ورکوي چې له هېواده بهر ته سفر وکړي.
خو نن (د لېندۍ پنځمه) د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مسوول یوسف سها پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې چې حامد کرزی د راتلونکې دسمبر میاشتې په لومړیو کې المان ته سفر وکړي.
ده وویل چې دغه سفر شخصي دی او تر اوسه یې د ترسره کېدو لپاره کوم خنډ نشته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP