هرات (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات د مرکزي زندان مسوولین وايي، د دغه زندان ټولو بندیانو ته یې د سواد زدهکړو، ماشوم پالنې او انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو ټولګي جوړ کړي دي.
د هرات ولايت مرکزي زندان د هېواد په لوېديځ کې يو له لویو زندانونو څخه دى چې د دغه ولايت پر زندانيانو سربېره، د ګاونډيو ولايتونو لکه فراه، غور او بادغيس يو شمېر بندیان هم پکې ساتل کېږي.
د هرات د محبس رييس مولوي محمدنبي خلیل له پژواک سره په خبرو کې وويل، دا مهال د دغه ولايت په مرکزي زندان کې شاوخوا دوه زره بنديان ساتل کېږي.
د خليل په خبره، د دغه محبس ډېر بنديان د غلا، وژنو او له خلکو سره د دوکې په ګډون د بېلابېلو تورونو له امله پر بند محکوم او مجازات شوي دي.
هغه زياتوي، ټولو بنديانو ته د سره صليب نړۍوالې کمېټې له لوري درې وخته خواړه ورکول کېږي او د خوراکي توکو منظم لېست ورته چمتو شوى دى.
نوموړي زياته کړه، بندیان کولای شي چې په اونۍ کې دوه ځلې په زندان کې د خپلو کورنيو له غړو سره په ارام زړه او له کوم خنډ پرته وګوري.
هغه د امنیتي ځواکونو له لوري له ټولو بندیانو سره د ښه چلند په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، حکومت د بندیانو حقونو ته ژمن دی او هیڅوک حق نه لري چې ورته سپکاوی وکړي او ویې وهي.
د محبس مدیر وايي، د ښځینه بندیانو د ساتنې لپاره، مخکنۍ پوليسې له کوم محدوديت پرته ګومارل شوې دي.
هغه ټولو زندانیانو ته د سواد زدهکړې، ماشوم پالنې، انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو ټولګيو جوړول د بندیانو د ظرفيت لوړونې او فکري ودې لپاره د دغې ادارې له مهمو پرګرامونو څخه بولي.
خلیل څرګنده کړه: «زندانونه د بدلون ځاى دى او د هرات محبس کارکوونکي هڅه کوي چې بېرته روغ کسان ټولنې ته وړاندې کړي.»
په ورته مهال، يو بندي او د هرات ولايت اوسېدونکى محمد احسان وايي، ۷ میاشتې کېږي چې په دغه زندان کې بندي دى او د امنيتي ځواکونو له چلند، په زندان کې له چمتو شوو امکاناتو او خدماتو خوښي څرګندوي.
احسان په محبس کې د سواد زدهکړې پروګرامونو پیلولو له امله مننه کوي او دغهراز د بندیانو لپاره د نورو ښوونیزو پروګرامونو او تخنیکي او حرفوي زدهکړو د پیل غوښتنه لري.
د یاد ولايت بل زنداني جمعه خان هم په دې باور دی چې په يوه ټولنه کې د جرمونو کچه د بې علمۍ، بېوزلۍ او ولس ته د حکومت نه پاملرنې له امله لوړېږي.
هغه د یاو ښوونيزو پروګرامونو پيلول د بنديانو په سواد زدهکړه کې د بدلون لپاره یو فرصت بولي او وايي، دولت بايد په هېواد کې د جنايي جرمونو له منځه وړلو لپاره ښوونې او روزنې ته پاملرنه ډېره وکړي.
په هرات کې د ښوونې او روزنې برخې یوه فعاله منیژه صایبي د دغه ولایت د محبس د مسوولینو له دغه اقدامه د ملاتړ ترڅنګ وايي چې د بندیانو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو پیلول او د هغوی د ذهني پیاوړتیا په برخه کې د مسوولینو احساس اغېزناک دی.
هغه په دې برخه کې د بهرنیو موسسو او بنسټونو پر ملاتړ جلبولو هم ټینګار کوي.
نوموړې له حکومته غواړي چې په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د هم زدهکړو زمينه برابره کړي.
د هغې په وينا، د ښځو زدهکړه د نسلونو او د ټولنې روزلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د يادونې ده چې د هرات محبس د درې زره بنديانو ځایولو ظرفيت لري چې ښځې او نارینه په جلا جلا بلاکونو کې کنټول او ساتل کېږي.
باید وویل شي چې د افغانستان سرپرست حکومت هم روزنې او هغو اقداماتو ته ځان ژمن بولي چې په هرات ولايت کې د جنايي جرمونو په کمولو کې مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP