ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې غلو یوه پېغله وژلې ده

مزارشریف ښار کې غلو یوه پېغله وژلې ده

author avatar
28 Nov 2022 - 18:47
مزارشریف ښار کې غلو یوه پېغله وژلې ده
author avatar
28 Nov 2022 - 18:47

مزارشریف (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې وسله‌والو غلو د حبیبې رحیمي په نوم یوه نجلۍ وژلې ده.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د مزارشریف ښار اړوند زراعت سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د حبیبې رحیمي په نوم یوه پېغله له کوره د خیاطۍ دوکان ته پر لاره وه چې له غلو سره مخ شوې، غلو غوښتل مبایل یې وتښتوي، شخړه یې ورسره کړې چې له امله یې وژلې ده.

وزیري زیاتوي چې قضیه د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې ده او هڅه روانه ده قاتلین ژر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Views: 757

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.