ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړې‌خونې جوړېږي

بلخ کې د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړې‌خونې جوړېږي

author avatar
30 Nov 2022 - 16:08
بلخ کې د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړې‌خونې جوړېږي
author avatar
30 Nov 2022 - 16:08

مزارشریف (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزارشریف ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د درملو ساتنې لپاره ۱۲ معیاري سړې‌خونې جوړېږي.

په بلخ کې د یوه خصوصی شرکت رییس مصطفی مومند پژواک ته وويل چې دغه سړې‌خونې د یو میلیون ډالرو په لګښت، په معیاري توګه د مزار درملو په سوداګریز مارکېټ کې جوړېږي.

د نوموړي په وینا، یادې سړې‌خونې د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ جوړېږي او دا لومړی ځل دی چې د هېواد په کچه د درملو او خوراکي توکو ساتنې لپاره دغه ډول معیاري سړې‌خونې جوړېږي.

په همدې حال کې، د افغانستان خوړو او درملو ملي ادارې ريیس ډاکټر عبدالباري عمر - چې د دغو سړو خونو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې یې ګډون کړی و- پژواک ته وويل، دغه سړې‌خونې به د درملو په ساتنه کې ډېرې اغېزناکې تمامې شي.

د هغه په وینا، دا په هېواد کې لومړنۍ سړې‌خونې دي چې د درملو او خوراکي توکو د ساتنې په موخه جوړېږي.

د بلخ د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب‌الله توانا د روغتیا او درملو په برخه کې د خصوصي سکټور هڅې وستایلې او له نورو پانګه‌والو یې هم وغوښتل چې په هېواد کې د دغه ډول مرکزونو په جوړولو سره د روغتیا برخې تشې ډکې کړي.

د يادونې ده، د یادو ١٢ سړو خونو له ډلې څخه شپږ يې د ۴۰ فوټو او شپږ نور يې د ٢٠ فوټ په ظرفيت جوړېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.