ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات صرافان وايي، بازار ته دې د افغانیو نوي بانک‌نوټونه توزیع شي

د هرات صرافان وايي، بازار ته دې د افغانیو نوي بانک‌نوټونه توزیع شي

author avatar
5 Dec 2022 - 19:32
د هرات صرافان وايي، بازار ته دې د افغانیو نوي بانک‌نوټونه توزیع شي
author avatar
5 Dec 2022 - 19:32

هرات (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د هرات ځیني صرافان او اوسېدونکي بازار ته د نوو بانک‌نوټونو د توزیع غوښتنه کوي او وایي، که څه هم زړې شوې پیسې په بازار کې چلېږي خو په پېرلو کې یې توپیر شته.

د هرات اوسېدونکي زیاتوي، په هرو زرو ډالرو کې چې له افغانیو سره معامله کېږي، قیمت یې د نوو افغانیو په بدل کې سل ډالره توپیر کوي.

د هرات یوه اوسېدونکي سمیع‌الله عطا پژواک ته وویل: «موږ چې یو لک افغانۍ په ډالرو بدلوو، لس زره افغانۍ توپیر په‌ کې راځي؛ له هرو سلو لس روپۍ همداسې محاسبه کېږي.»

هغه هیله څرګنده کړه چې حکومت د نوو چاپ شوو پیسو له واردېدو سره باید زړې پیسې له ښاره ټولې کړي څو په دې برخه کې د مافیا لاس لنډ شي.

دغه راز، د یاد ولایت یو صراف علي‌احمد بازار ته د نوو چاپ شوو پيسو واردېدو غوښتنه کوي او زیاتوي، که څه هم زړې پیسې په بازار کې چلیږي خو په پېرلو کې یې توپیر شته.

هغه ادعا کوي چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې زړې پيسې په بازار کې شته او خپل ارزښت یې له لاسه ورکړی دی.

د هغه په وینا، خلک دا پیسې له مجبورۍ په خپلو معاملو کې کاروي.

د هرات د صرافانو مشر هم له مسوولینو غواړي څو بازار ته د نوو چاپ شوو پيسو په وېش سره باید زړې پيسې نور ټولې شي.

د هرات د صرافانو مشر غلام‌محمد سهرابي پژواک ته وویل، نوې پيسې تر اوسه صرافانو ته نه دي رسېدلې، که نوې پیسې راشي، معاملې به په ښه ډول ترسره شي.

ورته مهال، د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني وایي، د زړو پيسو کارول یوه ستونزه وه چې خلک ورسره مخ وو خو حکومت د نوو پيسو په چاپ سره دا ستونزه حل کړه.

هغه له خلکو غواړي چې د پیسو ساتنه وکړي او هغه دې په جیبي بټوه کې وساتي.

دغه راز د یاد ولایت اوسېدونکي د نوو پیسو چاپ یو ښه اقدام ګڼي خو په دغه شرط چې خلک ورته لاس‌رسی ولري.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.