ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي کلنۍ ازموينې پیل شوې

د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي کلنۍ ازموينې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي زده‌کوونکو کلنۍ ازموينې پيل شوې؛ دوی د خپل برخلیک له روښانه کېدو خوښې دي او د پوهنې له وزارته غواړي چې د نورو زده‌کوونکو برخلیک هم روښانه کړي.

ښوونیز کال د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو پر مخ د منځنيو ښوونځيو او لېسو پیل وځنډاوه، ويې ويل، په دې برخه کې پر يوه طرحه کار روان دى چې د هغې له بشپړېدو وروسته به ياد ښوونځي بېرته پرانيستل شي، خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی.

خو په دې وروستیو ورځو کې د دوولسمو ټولګيو زده‌کوونکو ته خبر ورکړل شو چې د لېندې په ۱۶مه له هغوی کلنۍ ازموینه اخیستل کېږي.

په نننۍ ازموينه کې چې د دوولسمو ټولګيو برياليو زده‌کوونکو ګډون په کې کړی و، له هر مضمونه ۱۰ – ۱۰ پوښتنې چې ټولې ١٤٠ پوښتنې کېدې، راوړل شوې وې، خو ناکام او مشروطو زده کوونکو ته په دې ازموينه کې برخه نه وه ورکړل شوې.

د يادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته، د سړو سیمو د ښوونځیو زده کوونکو څلورنيم مياشتنۍ ازموينې نه وې بشپړې کړې.

په دې ازموينه کې يو شمېر ګډون کوونکې نجونې خوښې دي چې برخلیک یې روښانه شو.

د کابل د «نسوان قلعه‌ زمان‌خان» د نجونو لېسې د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې بي‌بي هاجرې چې په ازموينه کې يې ګډون کړی و، پژواک ته ویې ویل: «خوشاله يم چې له دوو کلونو وروسته زموږ برخليک معلوم شو، زه چې دا تېر دوه کاله په کور کې وم، هره ورځ مې خپل درسونه ویل، هیڅکله ناهیلې شوې نه وم.»

هغې هیله څرګنده کړه چې ښوونځي ته له تلو د محرومو نورو نجونو برخلیک هم معلوم شي.‎

د نننۍ ازموینې یوې ګډونوالې د خپل واده په مراسمو کې له ګډون مخکې په ازموینه کې ګډون کړی و.

دغې ناوې وویل: «که څه هم نن زما واده دی، زه چې خپل امتحان ورکړم، بیا ځم د خپل واده مراسمو ته.»

هغه له حکومته غواړي چې ښوونځي ته له تلو د بې برخو نورو نجونو برخلیک هم روښانه کړي.‎

دغه راز د کابل ښار په څلورمه کارته کې د «سوريا» لېسې يوې بلې زده‌کوونکې چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل: «دوه کاله کېږي چې ښوونځی مو نه و لیدلی، ونه توانېدو چې موږ نجونې ښوونځي ته لاړې شو او تر ټولو لویه ضربه همدا ښوونځي ته نه تلل دي چې موږ ته رسېدلې ده.»

هغې زیاته کړه: «نن ډېره خوشحاله یم چې ښوونځي ته راغلم او ومې کولی شول چې خپل ټولګیوال او ښوونکي ووینم او تر ټولو مهمه دا چې وتوانېدو ‎ازموینه ورکړو، ازموینه مو ښه تېره شوه او له ۱۴ مضمونونو ۱۰ ـ ۱۰ پوښتې راغلې وې چې ټولټال ۱۴۰ پوښتنې وې او ټولې څلور ځوابه او صحیح او غطلې پوښتنې په کې شاملې وې.»

دغې نجلۍ وويل، کانکور ته د چمتووالي په کورس کې یې ګډون کړی و، درسونه یې لوستي وو، په ازموینه کې یې ستونزه نه درلوده.

سرچينې د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه، څو زده‌‎کوونکې خپلو زده‌‎کړو ته دوام ورکړي څو په راتلونکي کې ښه کرکټرونه رامنځته شي.

خو ځينې زده‌کوونکې دغه ازموينه پر خپل زيان بولې؛ ځکه چې لازم چمتووالی یې نه درلود.

د کابل په خيرخانه کې د بی‎بي ساره لېسې دوولسم ټولګي زده‌کوونکې صدف پژواک ته وويل، نن زده‎کوونکو د ازموینې ورکولو لپاره ښوونځي ته غوښتل شوې، خو هغه زده کوونکو ته ښوونځي ته د دننه کېدو اجازه ورنه کړل شوه چې تور حجاب او توره لوپټه یې نه وه اغوستي، هغوی بېرته کورونو ته لاړې او د تور حجاب او لوپټې له اغوستلو وروسته ښوونځي ته راغلې.»

هغې زیاته کړه، له بده مرغه هغه زده کوونکي چې مشروط او یا ناکامې دي، په نننۍ ازموینه کې شاملې نه شوې.

د هغې په ​​وينا، د ١٤٠٠ لمريز کال په زمري میاشت کې د دوى څلورنيم مياشتنۍ ازموينې روانې وې او د یو شمېر مضمونونو ازموینه یې نه وې ورکړې چې ښوونځي وتړل شول او له همدې امله د نن په ازموینه کې شامله نه شوه.

نوموړې زياته کړه، هغه زده کوونکې چې په ازموينه کې شامل شوې وې، ازموينه ترې واخیستل شوه، خو دې ته یې وویل چې د روان کال په کب میاشت کې د مشروطي ازموینې اخیستل لپاره مراجعه وکړي.

هغه وويل: «بې له دې چې څه ولولو او په ازموينه کې شاملې شو، له درس څخه یو کال بې برخې کېدو زموږ علمي لاسته راوړنو ته لوی زیان رسولی، دا شرایط د زغم وړ نه دي.»

هغه زياتوي، پر دې سربېره چې نجونې ښوونځيو ته له تلو پاتې دي، خو بیا هم د تېر یو کال په لړ پر کور بېکاره ناستې نه دي او د ښوونيزو مرکزونو له لارې يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی دی.

د هغه په ​​وينا، ډېر شمېر زده کوونکې د ازموينې لپاره چمتو نه وې او له دغه بهیره خوښې نه دي.

.هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې له شپږم ټولګي د پورته نورو زده کوونکو برخليک معلوم او د ښوونځي دروازې یې پر مخ پرانيزي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو د دې ازموينې د څرنګوالي او د نورو زده کوونکو د برخليک د روښانه کولو په اړه د پوهنې وزارت د ځواب هم ترلاسه کړي، خو دغه وزارت له معلوماتو او ځواب ورکولو ډډه وکړه.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.