ترینکوټ (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان امنیه قوماندان وايي، د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې په دغه ولایت کې امنیتي کسانو ته د یونیفورم د وېش لړۍ پيل کړې ده.
امنیه قوماندان ملا عبدالله بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې وروسته به امنیتي کسان په یونیفورم کې دندې ته حاضرېږی، څو د مسوولو امنیتي کسانو او غیرمسوول وسلهوالو ترمنځ توپیر وشي.
هغه زیاته کړه، له دغه ګام سره به جرایم کم او خلک به تر پخوا ډېر له امنیتي کسانو سره همکار شي.
د اروزګان والي مولوي محمد علي جان احمد هم وايي چې پر یونیفورم د امنیتي کسانو له سمبالولو سره به د هغوی په دندو کې ښهوالی راشي.
هغه زیاته کړه، له دې وروسته امنیتي کسان نه شي کولای چې په شخصي جامو کې څوک وپلټي او یا نور امنیتي فعالیتونه ترسره کړي.
ده له امنیتي کسانو وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
امنیتي کسان خوښ دي چې له دې وروسته خپلې دندې په یونیفورم کې ترسره کوي.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکی کریمالله وايي، خوښ دی چې منظم لباس یې اغوستی او خپله دنده ترسره کوي.
د ترینکوټ ښار اوسېدونکي محمدصابر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ښه ګام دی چې پولیس پر یونیفورم سمبالېږي.
خو ده غوښتنه وکړه چې هغوی دې ښه وروزل شي او مسلکي چلند دې وکړي.
د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې دا مهال څه باندې دوه زره امنیتي کسان پر دندو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP