جلالاباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وايي، د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال د داعش ډلې له يوه پټنځایه بېلابېل ډول وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
دغه رياست د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي چې د دغو وسلو په ترلاسه کولو سره يې د ګڼو بريدونو مخه ډپ کړې ده.
د استخباراتو د لوی رياست د ليندۍ په ۲۲مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: « د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د خوارجو د یوه مهم غړي له کوره ګڼ شمېر وسلې او نظامي توکي ترلاسه کړل.»
د دغه رياست له لوري په يوه خپره شوې ويډيو کې لیدل کېږي چې په دغو وسلو کې دوه راکټونه، دوه پيکاوې، د راکټ شپږ لويې او دوه وړې مرمۍ، د پيکا او د يو شمېر نورو وسلو مرمۍ او مهمات شامل دي.
د استخباراتو رياست وايي، د يادو وسلو او مهماتو په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو زياتوي، هڅې روانې دي چې د داعش ډلې دغه مهم غړی هم ونيول شي.
که څه هم داعش وسلهوالو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو په دې وروستيو کې يې د هېواد په مختلفو سيمو کې د بېلابېلو بريدونو مسووليت منلی دی.
د دې ډلې وروستی بريد د کابل په شهرنو سيمه کې پر يوه هوټل و چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
Views: 112
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن